امنیت

یوولس ماينونه په قندهار کې شنډ کړاى شول

 کابل / د زمري ١۷مه / باختر
د قندهار په ميوند ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ١١ ښخ کړاى شويو ماينونو د چاودنو مخه ونيول شوه.
د ځانګړو عملياتو قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول عبدالغفار نورستاني باختر آژانس ته وويل: امنيتي او دفاعي ځواکونو ١١ ماينونه چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت د ميوند ولسوالۍ په بيابانک او چشمو سيمو کې ځاى پرځاى کړي وو؛ کشف او شنډ کړل.
هغه زياته کړه: وسله والو طالبانو دغه ماينونه پر پوځي او ملکي وګړو د بريد په موخه ځاى پرځاى کړي وو.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته