سیاست

د کاپیسا، پروان او کوهدامن مشرانو او سیاستوالو د جمهوررئیس د برنامو ملاتړ وکړ

کابل باختر د زمري  دريمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د محمدالماس زاهد د معرفي کېدو په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغه مناسبت د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې مراسم جوړ شوي و چې د کاپیسا، پروان او کوهدامن ګڼ شمېر مشرانو او سیاسي شخصیتونو په کې ګډون کړی وو، لومړی د چارو ادارې د چارو د انسجام مرستیال شعیب تیمورِي د ملي انسجام په چارو کې د جمهوررئیس د ستر سلاکار او ځانګړي استازي په توګه د محمدزاهد الماس د مقررۍ فرمان ولوست.
په فرمان کې راغلي چې نوموړی موظف دی چې د خلکو او حکومت ترمنځ د ښو اړیکو په ټینګولو کې هڅه وکړي او دی به د اقتصاد عالي شورا، د ولسي تړون عالي شورا، د کډوالو چارو عالي کمېسیون او د اوبو او ځمکو عالي شورا غړیتوب هم لري.  همدارنګه نوموړی موظف دی چې د ولایتي شورا ګانو، ولسي او سیمه‌ییزو جرګو او قومي شوراګانو سره د لا ښو اړیکو د ټینګولو په خاطر د اړوندو دولتي بنسټونو سره په همغږۍ همکاري وکړي.
په دغو مراسمو کې ستر جنرال ایوب سالنګي خبرې وکړې او د ملي انسجام په چارو کې د جمهوررئیس د ستر سلاکار او ځانګړي استازي په توګه یې د محمدزاهد الماس د انتصاب مبارکي ورکړه او له جمهوررئیس څخه یې د دغې ټاکنې په خاطر مننه او قدرداني وکړه.
هغه زیاته کړه، افغانستان په حساس پړاوو کې دی او د افغانستان دښمنان هڅه کوي چې د هېواد سوکالۍ، امنیت او ثبات ته ضرر ورسوي. سالنګي زیاته کړه، تروریستان هره ورځ زموږ خلک په نښه کوي او غواړي افغانستان د نړيوال تروریزم په مرکز بدل کړي.
جنرال سالنګي وویل، د افغانستان دښمنان غواړي د خلکو په منځ کې بې اتفاقۍ ته لمن ووهي او زموږ وحدت متزلزل کړي، په اوسنیو شرایطو کې د خلکو په منځ کې یووالی او وحدت ساتل خورا مهم دي.
هغه وویل: د شمالي د خلکو په استازیتوب د هېواد جمهوررئیس ته ډاډ ورکوو چې دښمنانو او تروریستانو ته به د بې اتفاقۍ اچولو اجازه ور نه کړو. سالنګي له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان دولت او خلکو سره د سولې او ثبات په تامین کې لا زیاته همکاري وکړي.
سالنګي د خلکو غوښتنه د سوکالۍ رامنځته کول او د حکومت پیاوړتیا وبلله او زیاته یې کړه، موږ د جمهوررئیس له اقتصادي طرحو او دغه شان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د نیکو مناسباتو د ټینګښت قدرداني کوو او دا هڅې ستایوو.
همدارنګه د ولسي جرګې وکیل حاجي اقبال کوهستاني د ملي انسجام په چارو کې د جمهوررئیس د ستر سلاکار او ځانګړي استازي په توګه د محمدالماس زاهد د ګومارنې مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې موږ په دې انتصاب خوښ یې او ملاتړ یې کوو.
هغه د جمهوررئیس اقتصادي برنامې په ځانګړي ډول د سترو پروژو پلي کول او د ټرانزیټي لارو پرانسته او بهرنی سیاست وستایه او زیاته یې کړه، د جمهوررئیس د ګټورو فعالیتونو له امله نن د افغانستان بهرنی سیاست په بریالیتوب مخته روان دی.
کوهستاني څرګنده کړه، سیاستوال حق لري چې ایتلاف جوړ کړي او د ملي ګټو په خاطر حرکت وکړي، خو دا سیاستوال د نظام برخه وو او د هغې په جوړولو کې یې رول درلود، دوی باید په داسې بڼه حرکت وکړي چې ملي ګټې له ګواښ سره مخامخې نه کړي، که چېرته نظام ته خطر متوجه وي، موږ د ملي ګټو په خاطر د حکومت او جمهوررئیس ترڅنګ درېږو.
هغه په ادارو کې د ځوانو کدرونو د جذبولو، د ګلبهارد نساجۍ د فعالولو، د برېښنا بند جوړولو، د کاپیسا د سل بستریز او د پروان د پنځوس بستریزو روغتونونو د ستونزو د حل او سړکونو د رغاولو په اړه جمهوررئیس ته وړاندیزونه وکړل.
د دې په دوام عبدالرحیم راشد، محمدالماس زاهد ته د نوي دندې مبارکي ورکړه او د اجماع او مشورو د اهمیت په اړه یې خبرې وکړې. هغه زیاته کړه، د مشورې فرهنګ له پخوا راهیسې زموږ په خلکو کې دود او د ستونزو په حل کې اغېزناک دی.
هغه جګړه په هره برخه کې ګواښ وباله وې ویل، دا زموږ رسالت دی چې له دیني او ملي ارزښتونو او له خپل نظام څخه دفاع وکړو. راشد وویل، موږ د خپل هېواد د جمهوررئیس په ښې رهبرۍ باور لرو، ځکه د خلکو غوښتنې په ښه توګه درک کولی شي.
عبدالرحیم راشد د سرای شمالي سړکونو د بیارغاونې، د اوبو د کمښت او زده کړو ته د زمینې برابرولو په برخه کې جمهوررئیس ته ستونزې او پیشنهادونه وړاندې کړل.
هغه وویل: هر څوک چې د ملي ګټو په خاطر برنامې لري موږ یې هرکلی کوو، د حکومت او جمهوررئیس تر څنګ ولاړ یوو، ځکه جمهوررئیس د افغانستان د راتلونکي لپاره رغنده برنامې لري او د دغو برنامو د عملي کېدو په خاطر هر ډول سرښندنو ته چمتو یوو.
د ملي انسجام په چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار او ځانګړي استازي محمد الماس زاهد په نوې دنده د ټاکل کېدو په خاطر د جمهوررئیس له اعتماد څخه مننه وکړه. هغه هیله‌مندي وښوده چې د ښې حکومتولۍ او د چارو د انسجام په برخه کې به د پام وړ کارونه ترسره کړي او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې به هیڅ راز هڅې ونه سپموي.
هغه وویل، د خلکو د یووالي انسجام او د خلکو د پیوستون لپاره باید ډېر کار وشي او د انسجام لپاره باید ټول سره همکار واوسو ځکه ملي انسجام به د اقتصادي زمینې جوړولو، هوساینې او د هېواد د وضعیت د ښه‌والي لامل شي او دا د افغانانو د ژغورنې یوازینۍ لار ده.
محمدالماس زاهد له سیاستوالو وغوښتل، چې د وژلو پر ځای دې د تفاهم کړنلاره پر مخ یوسي او شته فرصتونو څخه په استفادې دې ټول سره یو شي، خپل اتحاد او اتفاق دې وساتي چې دښمن ماتې وخوري او نظام پیاوړی شي.
د هېواد جمهوررئیس د ګډونوالو له خبرو وروسته، هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ، الماس زاهد ته د نوي دندې مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه، په دغه انتخاب سره به د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره د اړیکو لړۍ لا ټینګه شي.
جمهوررئیس وویل، زموږ خاوره  د افغانانو د څو پیړیو قربانیو او جهاد پایله ده او د جهادي ارزښتونو ساتل، زموږ په لومړیتوبونو کې دي او د هېواد د جهادي اتلانو غوښتنې باید عملي کړو.
هغه زیاته کړه، د ملي یووالي حکومت اساسي موخه د اتحاد ټینګښت او ملي پیوستون دی، ځکه دا د ټولو خلکو هیله ده. جمهوررئیس وویل زه سیاسي کورنۍ نه لرم او زه غوره ګڼم چې د هېواد ملي او ریښتینی خادم واوسم.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د دښمن ستونزه، زموږ د ملت اتفاق او اتحاد دی او غواړي چې په دې لار کې خنډ رامنځته کړي، خو باید پوه شي چې زموږ هدف هیڅکله نه بدلېږي او موږ په شاتګ نه کوو او د خپلو خلکو هیله چې سوکالي او ثبات دی تامینوو.
جمهوررئیس غني، د امنیت ټینګښت، ثبات او سوکالۍ په برخه کې خلک مهم عنصر وبلل او له حکومت سره یې د خلکو د بېلابېلو اقشارو د همکارۍ ستاینه وکړه. هغه وویل مونږ مشورې ته اړتیا لرو او دغه امر ته به ژمن واوسو.
جمهوررئیس هغوی ته په خطاب کې وویل: زموږ پانګونه پر ملت جوړونې او د ملي یووالي پر انسجام دی، دولت ستاسو او تاسو د دولت یاست، دغه هېواد؛ د دسیسو هېواد نه دی او هره دسیسه به له ناکامۍ سره مخ کېږي او موږ باید نېک میراث پر ځای پرېږدو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته