امنیت

په زابل کې دپوځيانو پرپوستو دطالبانوناکام برېدونه .

کابل دچنکاښ ٥مه / باختر :
درې وسله وال طالبان په زابل کې  له پوځيانوسره په جګړو کې ووژل شول او درې نور يې ټپيان شول .
  په دغو وسله  والو طالبانو تېره شپه هغه وخت  بريدوشو چې دشاجوي ولسوالۍ په څو پوستو يې  يرغل وکړ .
دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره  ويلي دي چې په دغو جګړو کې درې يرغلګر ووژل شول او درې نور يې ټپيان شول .
ويل کېږي  په دې جګړو کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
وسله والو طالبانو تراوسه  پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته