سیاست

حامدکرزي دکرکې د څپې دخپريدوله امله انديښنه څرګندوي

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٣
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی په هېواد کې د خشونت او کرکې د هغې څپې په اړه چې په دې وروستیو کې راپورته شوې خپل تشویش او اندېښنه څرګندوي.
وپخواني جمهوررييس دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
تشدد او کرکې ته د خلکو د رابللو لړۍ د روان کال د وري دمياشتې د ۳۱مې نېټې د تروریستي پېښې راورسته په ډېر شدت پیل شوې ده.
حامد کرزی دغه تروریستي پېښه چې د هېواد د اتلو بچیانو او مظلومو ملکي وګړو د شهادت باعث شوه یو ځل بیا په کلکو ټکو غندي خو دا زیاتوي چې د هېواد د حاضر ناورین ریښې په بهر کې دي او پر موږ تپل شوې جګړه له بهره تنظیمېږي. د افغانانو تر منځ د انتقام او کرکې اور ته لمن وهل به ددې سبب شي چې زمونږ وطنوال په نه ختمېدونکې جګړې کې را ښکېل شي او د جګړې اصلي عاملین په بهر کې په پوره مصوؤنیت د افغان وژنې طرحو جوړولو ته دوام ورکړي.
حامد کرزی پر هغو طالبانو چې ځان د افغانستان بچیان بولي یو وار بیا غږ کوي چې ځان د پردو له منګولو وژغوري، وروروژنه پاى ته ورسوي او عملاً راشي د وطن د آبادولو لپاره مټې راونغاړي. همدارنګه پر دولتي مسوولینو غږ کوي چې د خپلې تبلیغاتي او نظامي مبارزې مخ د هغو بهرنیانو په لور وګرځوي چې زموږ په هېواد کې یې د اوسني جګړې اور بل کړی دی.
افغانان باید خپل اتفاق او اتحاد تر پخوا لا زیات قوي کړي ځکه چې روانه تپل شوې بدمرغه جګړه لګیا ده هره ورځ د هېواد له هر ګوټ او هر کور نه قرباني اخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته