ننګرهار باختردليندۍ دمياشتې١٩نيټه :
دننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې تېره شپه د داعش د ډلې يو مسوول ووژل شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي دباختر آژانس سيمه ييزخبريال ته وويل چې د داوود لالا په نامه د بټي کوټ او سره رود په ولسواليو کې د داعش د تروريستي ډلې مسوول په بټي کوټ ولسوالۍ کې د (٠٢) د خاصي قطعې د منسوبينو په بريد کې ووژل شو.
د يوبل خبرله مخې:
يو وسله وال طالب پرون له خپلې وسلې سره د ننګرهار ولايت دخوږياڼيو په ولسوالۍ کې د سولې له بهيرسره يوځاى شو .
پاى ذکرالله