کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٨
دملي اردو يو سرتيرى په واټ کې د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله شهيد شو.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دملي اردو يو سرتيرى د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهيرکې په واټ کې دښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله شهيد شو.
دملي دفاع وزارت په دې ترڅ کې چې د دغه سرتيري شهادت يې تاييدکړ، خو د پيښې سيمه يې نه ده مشخصه کړې.
ديوبل خبرله مخې: د ملي اردو ځواکونو د هيواد په بېلابېلو ساحوکې د وظيفوي فعاليتونو د ترسره کولو په بهيرکې د وسايطو ضد ٣٣ ماينونه کشف او شنډ کړل.
0 د یوې دقیقې څخه لږ