کابل باختر دليندۍ څليرويشتمه :
دعدليې وزير ډاکتر عبدالبصيرانور پرون دخپل کارپه دفتر کې د( آى ډي ال او) موسسې دمسلکي پراختيا له سلاکار شان ديولن سره وکتل .
دباختراژانس دخبر له مخي : په دې کتنه کې دعدليي وزير له دغه وزارت سره ددغې موسسې دمرستو له امله مننه وکړه او ددغې موسسې دهمکاريو ددوام غوښتنه يې وکړه .
وروسته دحقوقو د پرمختيا نړيوال سازمان دمسلکي انکشاف سلاکار دمسلکي انکشاف دپروګرامونو په جوړولو او ددغه وزارت دکارکوونکو دمسلکي پوهې دکچې په لوړولو کې دهمکارۍ ژمنه وکړه او ويې ويل: ددغو هدفونو دتحقق لپاره ددرسي خونو اوکتابونو په برابرولو او دنورو اړتياو په لرې کولو اقدام کوي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ