امنیت

پنځلس تنه په قندهار ولايت کې دتروريستي فعاليتونو په تور ونيول شول .

کابل باختر د وري اوومه :
په قندهار ولايت کې درې تروريستي شبکې  وپيژندلې شوې او افراد يې ونيول شول.
دملي امنيت لوى رياست  نن ديوې خبرپاڼې  په خپرولو سره  ويلي دي  ، ددغې  ادارې موظفينو دوسله والو طالبانو دډلې درې تروريستي  شبکې چې پنځلس تنه پکې شامل دي او غوښتل يې په قندهار ولايت کې دځانمرګو بريدونو اوچاودنو پلانونه جوړ کړي،  ونيولې .
دغه پنځلس  تنه په داسې حال کې نيول کيږي چې دملي امنيت ځواکونو په وروستيو ورځو کې څو تنه په کابل کې دځانمرګو بريدونو او انسان تښتونې په تور اويوشمير نور يې په ننګرهار او خوست ولايتونوکې په ورته تورونو نيولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته