امنیت

د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ څارنوال په ډزو سره ووژل شو

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
د ننګرهار ولايت د خوږيانيو ولسوالۍ څارنوال نن د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو.
د ننګرهار د والي ويندوى احمدضيا عبدالزي دباختر آژانس خبريال ته وويل: فضل مولا کله چې د سهار د لمانځه د اداکولو لپاره د خوږياڼيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې جومات ته روان و؛ په لاره کې د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل: د دغې پيښې عامل له ساحې څخه تښتيدلى دى او د پوليسو ځواکونو د هغه د موندلو لپاره د پلټنې عمليات پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته