سیاست

اجراييه رييس دتماس دنړيوال ډلې له غړو سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٣١
دتماس دنړيوالې ډلې (آى سي جي) کنفرانس نن دافغانستان دحکومت په کوربه توب او دڅه دپاسه پنځوسو هيوادونو دجګپوړو استازو په ګډون په کابل کې جوړ شو.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
دتماس دنړيوالې ډلې غړو سفيرانو او دنړيوالو سازمانونو استازو پرون  په هغې ميلمستيا کې ګډون وکړ چې ددوى په وياړ په سپيدار ماڼۍ کې شوې وه.
په دې ميلمستيا کې دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په لنډو خبرو کې دهيئت غړو ته ښه لاغلاست ووايه او په کابل کې د هغوى پراخ ګډون يې له افغانستان سره دنړيوالو همکارانو دملاتړ او دمرستې د دوام بيلګه وبلله.
دهيواد اجراييه رييس په افغانستان کې دنړيوالې ټولنې دسرښندنو او همکاريو له امله قدرداني وکړ اوهيله يې وکړه چې ددغو برياليتوبونو دساتنې او په هيواد کې دولسواکۍ او ثبات دټينګښټ لپاره دافغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ هر اړخيزه همکاري دوام ومومي.
اجراييه رييس په خپلو خبرو کې دحکومت ژمنې او چلنجونه نړيوالو همکارانو ته په ګوټه کړل او دتيروتنو او له لاسه وتلو فرصتونو او دهيواد په سياست او اقتصاد دهغو دپايلو يادونه وکړه.
اجراييه رييس دخپلو خبرو په يوه برخه کې زياته کړه چې افغانستان دنړيواله ټولنې له شتون او مرستو سره سره ديو شمير هغو کسانو دناسمو سلامشورو په دليل چې دافغانستان په باب يې سم معلومات نه لرل او ځانګړي پروګرامونه يې تعقبول ، زيات فرصتونه له لاس ورکړل او په دې پړاو کې دهغو کسانو غږ چې دافغانستان په دننه کې و او د هيواد په باب يې پوره بلدتيا لرله ،کم واوريدل شو.
اجراييه رييس زياته کړه : تيردرسونه له ځان سره لرو او په امنيتي او اقتصادي برخو کې په چلنجونو هم په ښه توګه پوهيږواو له فساد سره په مبارزه اود اصلاحاتو په راوستلو کې هم په خپلې ژمنې پوهيږو ، د خلکو په ملاتړ او له تاسو سره په همکارۍ کې دغه تګلوري ته دوام ورکوو.
اجراييه رييس دانتخاباتي نظام اصلاحاتو اصل ته اشاره وکړه .
او ويې ويل دانتخاباتي نظام اصلاح  په هيواد کې دثبات او دسالمو انتخاباتو دترسره کولو کيلي ده موږ په دې اصل ژمن يو او له نړيوالې ټولنې څخه هم غواړو چې په دې تګلوري کې دې دافغانستان ملاتړ وکړي په دې ميلمستيا کې دتماس دنړيوالې ډلې رييس او افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانګړې استازي مايکل کاخ هم دبرخه والو په استازيتوب خبرې وکړې.
کاخ داجراييه رياست دميلمستيا او هرکلى له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې په افغانستان کې زموږ شتون د دې څرګندوى دى چې له افغانستان سره په استثنايي ډول هماغه نړيوال ملاتړ شته چې په ٢٠٠٢ ميلادي کال کې و.
کاخ ژمنه وکړه چې له افغانستان سره نړيوال ملاتړ او همکاري دوام مومي.
ده دخپلو خبرو په دوام دشتو چلنجونو په بيانولو سره په هيواد کې داصلاحاتو په اصل، له فساد سره په مبارزې او په ښې حکومتوالۍ باندې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته