ټولنه

شريف: د سولې لپاره مې خپله رايه وکاروله

کابل /دتلې ٦مه /باختر
شريف هغه سړى دى چې په کورنيو جګړوکې يې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې دي او په قرغه کې د ده عربانو د راى ورکولو مرکز ته راغلي دى چې رايه ورکړي.
هغه وويل: د سولې لپاره رايه ورکوم. 
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: شريف له نورو زيات د جګړې پر مصيبتونو پوهيږي.
هغه خپلې دواړه پښې په کورنيو جګړوکې له لاسه ورکړې دي او نن له څلورو بچيانو سره يې راغلى دى چې رايه ورکړي او په خپلې رايې سره د هېواد په راتلونکي برخليک کې ونډه واخلي.
هغه وويل: د سولې لپاره مې رايه ورکړه چې نور خلک زما په شان معيوب نه شي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته