امنیت

په جوزجان کې د آمو سيند د څپانده کيدو له مصيبت ځپلو سره مرسته نه ده شوې

کابل – کابل د زمري دمياشتې ٥
د جوزجان ولايت په مربوطاتو د آمو سيند د څپانده کيدو له امله مصيبت ځپلو خلک د سملاسي مرستو غوښتنه وکړه.
د آمو سيند د څپانده کيدو له امله د زيانمنو شويو له خوا د مرستې غوښتنه په داسې حال کې کيږي چې د آمو سيند د اوبو کچه د هرې شيبې په تيريدو سره لوړيږي او اوس څه ناڅه دوه زره کورنۍ د دغه ولايت د قرقين او خماب په ولسواليوکې د آموسيند د څپاندو کيدو له امله له جدي خطر سره مخامخ شوې دي او سملاسي مرستو ته اړتيا لري.
د جوزجان ولايت مرستيال عبدالرحمن محمودي نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو دوو ولسواليوکې د آموسيند د څپانده کيدو له امله يو تن وژل شوى او د قرقين په ولسوالۍ کې د استوګنې څه ناڅه ٥٠٠ کورونه په بشپړه توګه او يا يو څه ويجاړ شوي دي او دغه راز په خماب ولسوالۍ کې د استوګنې ٤١٦ کورونه ويجاړ شوي دي .
ده زياته کړه: د خلکو په سلګونه هکتار کرنيزه ځمکه او زراعتي حاصلات له منځه تللي او د دغو ولسواليو له کليو سره د ولسوالۍ د مرکز مواصلاتي لارې تړلې شوې دي.
د ولايت مرستيال وايي: د دغه ولايت د ولايتي شورا او له پيښو سره د مبارزې د ادارې د رييسانو په ترکيب يو هيئت دغو ولسواليو ته دغو کورنيو ته د اوښتو زيانونو د سروې په مقصد استول شوى دى .
ويل کيږي تر اوسه پورې له دغو کورنيو سره مرسته نه ده شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته