ورزش

دجوانان ازادي او دشيوا ټيمونه لوبه کوي .

کابل باختر د تلي دريمه :

 په کابل کې دفوټبال دالف ګروپ سيالۍ نن مازيګر په يوې لوبې سره دوام مومي .

 دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل په دې پړاو کې دجوانان ازادي او دشيوا ټيمونه لوبه کوي .

 دقيومي دڅرګندونوله مخې په کابل کې دفوټبال دالف ګروپ سيالۍ دڅوارلسو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي او دحبيبيانا ټيم ددوه ويشتو امتيازونو په لرلو سره تراوسه پورې ددغوسياليو د جدول  په سرکې  ځاى لري .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته