اسلام آباد- پاکستاني رسنۍ– باختر د سلواغې دمياشتې ١٨
په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت مقامات وايي: په دې وروستيو وختوکې په پاکستان کې په افغان مهاجرينو د دغه هيواد د امنيتي ځواکونو له خوا فشار زيات شوى دى.
په اسلام آبادکې د افغانستان په سفارت کې د مهاجرينو مسوول مصري خان مومند وويل: افغان مهاجرين په پيښورکې د پوځيانو تر ادارې لاندې ښوونځي له بريد وروسته که چيرې سند ولري او يا و نه لري؛ د پاکستان د امنيتي ځواکونوله خوا ځورول کيږي؛ نيول کيږي او آن افغانستان ته ليږل کيږي.
موږ د دغې ستونزې د حل لپاره د افغانستان د لوړ رتبه هيئت د سفر او د افغان مهاجرينو په باب له پاکستاني مقاماتو سره د هغوى د کتنې غوښتنه وکړه او ويې ويل: موږ غوښتنه وکړه چې د مهاجرينو د راستنولو جناب وزير صاحب تشريف راوړي او دلته په پاکستان کې له مسوولو مقاماتو سره خبرې وکړې او دغه مسئلې حل کړي، ځکه دا د دريو مليونو افغانانو برخليک دى او بايد حل شي.
په پاکستان کې افغان مهاجرين شکايت کوي او وايي چې په پيښور ښارکې له بريد وروسته قانوني سندونو لرونکي افغانان د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا ځورول کيږي او بنديانيږي.
د مهاجرت نړيوالې سازمان يا (آى او ام) وايي: څه ناڅ درې مليونه تنه افغان مهاجرين په پاکستان کې ژوندکوي.
دافغان مقاماتو د څرګندونو له مخې: په پاکستان کې يو نيم مليون تنه افغان مهاجرين ثبت او راجستر شوي دي چې د ٢٠١٥ ميلادي کال تر پاى پورې په پاکستان کې د استوګنې حق لري.
د دوى ترڅنګ څه د پاسه يو نيم مليون تنه نه ثبت شوي افغانان په دغه هيوادکې ژوندکوي چې د را رسيدلو خبرونو له مخې دغه افغانان ځورل شوي او افغانستان ته استول شوي دي.
د مهاجرت نړيوال سازمان وايي: د افغانستان له حکومت سره يوځاى له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو د ستنولو بهير څيړي او له ٢٠٠٨ ميلادى کال راپه دې خوا هر کال پنځه ديرشو زرو تنو افغانانو ته چې له پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راستنيږي؛ مرستې برابروي.
0 1 دقیقه لوستل