امنیت

ديارلس تنه وسله وال طالبان دفراه په پشت رودکې ووژل شول

کابل – باختر دکب دمياشتې ١١ د ملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي په فراه ولايت کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول. دغه عمليات پرون دفراه ولايت دپشت رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې دمخالفينو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد ترسره شول. دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ : ددغو عملياتو په بهيرکې ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې ويشت تنه نور يې ټپيان شول اويوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم تر لاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته