کابل / باختر د تلې دمياشتې ٩ :
د مدني ټولنو او د سياسي ګوندونو يو شمېر فعالينو او يو زيات شمېرکابل ښاريانو نن مظاهرې وکړې او د کندز له خلکو څخه د ملاتړ په ترڅ کې يې د مخالفينو له خوا د کندز ښار د نيولو د عواملو د څيړنې غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د خبرله مخې :
مظاهره کوونکو چې خپل لاريون يې د مقاومت له څلور لارې څخه پيل کړ؛ د طالبانو پرخلاف يې شعارونه ورکول او په کندز ښار د بريد، د ملکي وګړو د وژنې او د دغه ښار د ټولګټو تاسيساتو د ويجاړولو د غندنې په ترڅ کې د ښار دسقوط د عواملو دڅيړنې او عاملينو ته يې د سزا د ورکولو غوښتنه وکړه.
0 د یوې دقیقې څخه لږ