امنیت

په ننګرهار او لغمان کې د اتو تنو ډاراچوونکو وژل کيدل

جلال آباد باخترد مرغومي ٨  نيټه :
اته تنه ډاراچوونکي پرون  دننګرهار اودلغمان دولايتونو په مربوطاتو کې         ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو  وياند شيرآقافقيري باخترآژانس ته وويل ؛  دغه ډاراچوونکي په هغو هوايي بريدونو کې ووژل شول چې دننګرهار ولايت دهسکې مينې ولسوالۍ داوغز په سيمه کې  اودلغمان ولايت دالينګارولسوالۍ په سنګر دره کې ترسره شول.
ده زياته کړه  چې  په دغو هوايي بريدونو کې درې تنه نور ډاراچوونکي ټپيان شوي دي. .
ديو بل خبرله مخې ؛ يو ماين  چې دډاراچوونکوله خوا دننګرهار ولايت دبټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځاى پرځاى کړاى شوى و ، د ٢٠١ سيلاب قول اردو  دڅلورمې لوا دماين پاکولو دټيم له خواکشف او شنډکړاى شو.
پاى ف ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته