امنیت

افغان ځانګړي ځواکونه دسيمې په کچه په خپل ډول کې ډير غوره ځواکونه دي

کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
دامريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزارت په رپوټونو کې ويل شوي دي چې ګڼې  افغان امنيتي ځواکونه دامريکا اودائتلاف دهېوادونو دملاتړ دوام ته اړتيا لري
دباختراژانس دخبر له مخې، دامريکا ددفاع وزارت په هغه رپوټ کې چې ددغه هېواد کانګرس ته يې ليږلى دى ويلي دي چې دافغانستان امنيتي ځواکونه دامريکا او دائتلاف  د هېوادونودملاتړ دوام ته اړتيا لري ترڅو هغه نيمګړتياوې او ناخوالې چې دتروريستانو پرخلاف په دفاعي وړتيا کې  لري،  لرې کړي .
په دې رپوټ کې ويل شوي دي چې په هوايي ، لوژستيک  او ديرغليزو او چاڼيزو عملياتوپه برخه کې دافغان ځواکونو دوړتيا کچه لوړه شوې ده خو په دغو برخو کې زيات پرمختګ ته اړتيا ده .
په رپوټ کې ويل شوي چې  دطالبانو او تروريستانو پرخلاف دژمي په فصل کې په يرغليزو عملياتو کې دملي اردو دځواکونو په خپل وخت نه اقدام ، لوژستيکي  محدوديتونه او په سوق او اداره کې دځينو مسوولينو نه وړتيا  دافغانستان په بيلابيلو سيمو کې دمخالفو وسله والو ډلو دنفوذ په کمښت کې دپرمختګونو ددايمي ساتنې لپاره دافغان ځواکونو مخه ونيوله .
په دې رپوټ کې دغه راز ويل شوي دي چې افغان ځانګړي ځواکونه لاتراوسه پورې هم دسيمې په کچه  په خپل ډول کې ډير پياوړي ځواکونه دي او دافغانستان دملي اردو او دملي پوليسو  په ګډون دغه ځواکونه په دې بريالي شول چې په روان کال کې دافغانستان دټولو ولايتونو مرکزونه تر خپل  کنترول لاندې وساتي خو طالبان دبل هر وخت په نسبت په ٢٠٠١ ميلادي کال کې دخپل حکومت له راپرځيدو وروسته دافغانستان پراخې سيمې تر خپل کنترول لاندې لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته