امنیت

په قندهار کې د طالبانوله خوا هدفمندې وژنې زياتي شوي دي

کابل /د ليندۍ ١٤مه /باختر
امنيتي خبرځايونه په قندهار کې د وسله والوطالبانو د ډلې د هدفمندو ترورونو د زياتوالي خبرورکوي .
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ يواځې په تېرو٢٤ ساعتو کې د دوو پوځيانوپه ګډون ٥ تنه د قندهار په ځينو سيمو کې د موټرسايکل سپرو يرغلګرو په ډزو سره ووژل شول .
په نوي موارد کې يرغلګرو د سيمې يومشر ملک شرف الدين په ډنډ ولسوالۍ کې د يو جومات په وړاندې په ډزو سره وواژه.
دغه راز يرغلګرو تېره شپه د سپين بولدک د ګمرک تر شا يو پوليس په ډزو سره وواژه او دوه ملکيان يې تپيان کړل.
په يوه بله پېښه کې پرون ناوخته يرغلګرو يو پوځي په قندهار ښار کې د مخابراتو د رياست په وړاندې په ډزو سره وواژه.
د قندهار يو امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې يرغلګر تښتيدلي دي او د هغوى د پېژندلو او نيولو لپاره هڅې دوام لري .
زياتره دغه وژنې د موټرسايکل په واسطه کېږي.
په همدې حال کې خلک د خپل امنيت د تامينولو په لاره کې پر امنيتي ځواکونو د بې پروايي تورلګوي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته