اقتصاد

د اسلامي امارت د کورنيو توليداتو او صنعتکارانو پرځان بسياينې ملاتړکوي

کابل / د ليندۍ ١/ باختر:
مولانا نعیم الحق حقاني د کتاب چاپ خانوټولنې د اتحاديه له ريیس اوغړو سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو او د صنعتکارانو د بسياينې ملاتړ کوي.
د باخترآژانس د خبرله مخې: په دې کتنه کې د اتحاديې مسوولينو اوغړو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ته په عصري ماشينونو سره د کتابونو او مجلو د چاپولو د ظرفيت او کيفيت په اړه معلومات ورکړل او په سيمه کې يې د کتابونو د چاپ د کيفيت د ښه والي ډاډ ورکړ.
دغه راز د اتحاديې مسوول په بهر کې د ښوونځيو کتابونو او نورو کتابونو دچاب په ګډون ځينې ستونزې هم په ډاګه کړې او د افغانستان د اسلامي امارت له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې د هرات د ښوونځيو د اړتيا وړ کتابونو او د دغه ولايت چاپ خونو ته اختصاص کړي.
د هرات د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس مولانا نعيم الحق حقاني د دوى له کارونو څخه مننه وکړه او ويې ويل چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد په مرکز کې د منظم ميکانيزم او پروګرامونو په لرلو سره د کورنيو توليداتو ملاتړ او د صنعتکارانو پرځان بسيا کېدو ته جدي پاملرنه لري.
نوموړي د يادې اتحاديې د غړو د ستونزو او وړانديزونو په حل کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته