امنیت

یوولس طالبان په جوزجان کې ووژل شول

شبرغان / د غبرګولي / ۳/ باختر
یوولس وسله وال طالبان تېره شپه په جوزجان کې د پوځیانو په هوایی بریدونو کې ووژل شول .
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند باختر اژانس ته وویل چې پوځیانو د جوزجان د فیض اباد ولسوالۍ په حیدر اباد کلى کې د دښمن په یو مرکزهوایی بریدونه وکړل چې له امله یی ۱۱ وسله وال طالبان ووژل شول او ۳ نور سخت ټپیان شول .
خبر ځای زیاته کړه : په دغو بریدونو کې د طالبانو دوه پیکا، یو توغندی ویشتونکې، نهه کلاشنکوفونه او د دوی یو مرکز لمنځه تللې دی .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته