امنیت

د هسکې مينې په ولسوالۍ کې عمليات پيل شول

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٤
افغان ګډوځواکونونن دننګرهار ولايت دهسکې مينې په ولسوالۍ کې عمليات پيل کړل.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د باختر خبري آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات په دغې ولسوالۍ کې د جمهوري رياست او د ولايتي شورګانو د انتخاباتو ترسره کولو په خاطر د ښه امنيت د تامينولو په مقصد پيل شوي دي او تر دريو ورځو پورې دوام کوي.
دعملياتو په بهيرکې د هسکې مينې د ولسوالۍ په تګلوري کې امنيتي پوستې جوړې شوې او دغه راز به د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه شي.
هسکه مينه د ننګرهار ولايت له نا امنو ولسواليوڅخه ده چې څه موده مخکې د انتخاباتو څلور تنه کارکونکي پکې د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول چې وروسته ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته