امنیت

څلورتنه وسله وال طالبان په خوست کې ووژل شول

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٨
څلور تنه وسله وال طالبان د خوست ولايت د صبرى ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو د کوماندو د ځواکونو دځانګړو عملياتو په بهير کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د ملي اردو د کوماندو ځواکونو د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د صبريو ولسوالۍ د ځينو سيمو د پاکولو په مقصد ځانګړي عمليات ترسره کړل چې په بهيرکې يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر نوريې ټپيان شول .
ددغو عملياتو په بهير کې شپږ کلاشينکوفونه، څو لاسي بمونه له وسايلو سره يې شپږ کمپيوټرونه او يوه اندازه پوځي تجهيزات او مهمات ترلاسه شول.
ديوبل خبرله مخې: د زابل ولايت د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل او يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شول.
دغه راز د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان چې د پروان ولايت د غوربند درې په مربوطاتوکې په زياترو تروريستي فعاليتونو کې فعال رول درلود؛ د ملي اردو د ځواکونو د امنيتي دندو په بهيرکې له يوه کلاشينکوف سره ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته