امنیت

په سمنګانوکې د اوو تنو طالبانو نيول کېدل

کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۱۲ مه اووه تنه وسله وال طالبان تېره شپه په سمنګانو ولايت کې د پوځيانو د عملياتو په بهیرکې ونيول شول . د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: دغه عمليات د کوز دره صوف د ولسوالۍ په يو شمېر نا امنو کليو کې د وسله والو طالبانو له شتون څخه د پاکولو په مقصد ترسره شول چې په نتيجه کې اووه تنه وسله وال طالبان ونيول شول. خبرځاى زياته کړه: د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو يو ماهر انس او د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنیت آمر د شهادت عامل هم په نيول شويو کسانوکې شامل دي. د کوز دره صوف ولسوال عبدالقين احمدي وويل: د عملياتو په بهيرکې د دښمن يوه اندازه مهمات هم دپوليسولاسته ورغلي دي. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته