دترينکوټ ښار/ باختر دکب دمياشتې ١٧مه نيټه:
ديارلس تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې د افغان پوځيانو په بريدونو کې ووژل شول.
په دغو وسله والوطالبانو تيره شپه ترينکوټ ښار ته څيرمه د دوى په مرکزونو د پوځيانو له خوا بريدونه وشول.
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل ؛ د افغان پوځيانو په هوايي اوځمکنيو بريدونو د وسله والو طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون ديارلس تنه طالبان ووژل شول.
ده وويل په دغوبريدونو کې د وسله والو طالبانو درې مرکزونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې اوله منځه يووړل شول.
ديوبل خبرله مخې؛ په روزګان ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيي مامورانونن سهار دروزګان ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه څلور ماينونه کشف اوشنډکړل.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل