کابل باختر د تلي اته ويشتمه :
په پکتيا ولايت کې دراي ورکولو يو مرکز ته څيرمه دچاودنې لپاره دطالبانو طرحه ناکامه شوه .
امنيتي ځواکونو د عبدالحي ګرديزي ليسې دراي ورکولو مرکز ته څيرمه يو بم کشف او شنډ کړ .
دپکتيا ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم باختراژانس ته وويل چې بم دعبدالحي ګرديزي دليسې دراي ورکولو مرکز ته څيرمه ځاى پرځاى شوى و .
ده وويل چې بم په خپل وخت دپوليسو له خوا کشف او شنډ کړى شو . تراوسه پورې ددغه بم دايښودلو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى . خو سيمه ئيز خبرځايونه وسله وال طالبان دهغه د ځاى پرځاى کولو عامل بولي .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ