سیاست

جمهور رئیس غني د مرحوم پیرصاحب د جنازې، تدفین او فاتحې مراسمو د ترسره کولو لپاره کمیسیون موظف کړ

کابلباختر د سلواغې د مياشتې٣
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني او د هېواد ملي، سیاسي او جهادي شخصیتونو او د کابینې غړو نن سهار په ارګ کې د سولې عالي شورا د رئیس مرحوم پیرسیداحمدګیلاني د کورنۍ غړو ته د تسلیت او ډاډګېرنې دمراتبو د څرګندولو تر څنګ د مرحوم پیرصاحب د جنازې، تدفین او فاتحې مراسمو په اړه مشورتي غونډه وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، جمهور رئیس غني د سولې عالي شورا رئیس پیرسیداحمدګیلاني د هېواد عرفاني، جهادي او ټولو افغانانو ته د قدر او  درناوي وړ شخصیت وباله او د نوموړي د وفات له امله یې د مرحوم د کورنۍ غړو، د افغانستان ولس او ټولو سیاسیي او جهادي شخصیتونو ته تسلیت ووایه.
جمهور رئیس غني د سولې عالي شورا د مرستیال استاد محمدکریم خلیلي په مشرۍ یو کمیسیون ته چې د سولې عالي شورا مرستیال مولوي خبیر، د سولې عالي شورا غړی حاجي دین محمد، د ښار جوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري، د جمهوري ریاست سلاکار نجیب الله مجددي، په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړی استازی ډاکټر محمد اکرم خپلواک، د جمهور رئیس سلاکار فاروق وردګ، د ننګرهار والي محمدګلاب منګل، د جمهوري ریاست سلاکار اسدالله وفا، د حج او اوقافو وزارت معین عبدالحکیم منیب، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال قدم شاه شهیم، د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین ستر پاسوال عبدالرحمن رحمان، د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست عبدالباقي پوپل، د چارو ادارې مرستیال فریدون الهام او د ملي امنیت عمومي ریاست معاون عبدالمتین بیک یې غړيتوب لري، دنده وسپارله چې د مرحوم پیرسیداحمدګیلاني د جنازې، تدفین او فاتحې مراسمو د ترسره کولو لپاره بشپړ تیاری ونیسي.
محمد اشرف غني او د دغې مشورتي ناستې ټولو ګډونوالو د افغانستان د جهاد او د سولې د مذاکراتو په برخه کې د سولې عالي شورا د رئیس پیرسیداحمدګیلاني خدمتونه د قدر وړ او د هغه رول اساسي او کلیدي وباله.
د دغې مشورتي ناستې ګډونوالو په پای کې یو ځل بیا د مرحوم پیرصاحب کورنۍ او د افغانستان مجاهد ولس ته د تسلیت او ارواښاد ته د خدای تعالی په دربار کې د دفردوس جنت دعا وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته