سیاست

خلک : مه غنډۍ ، عملي وکړۍ

کابل باختر دوږي شپږمه :
دډار اچوونکو جنايتونه نه هيريږي او دبې ګناه خلکو غږ به له هغوى څخه واخستل شي .
دباختراژانس مفسر ليکي ، دکابل دخيرخانې په ساحه کې په امام زمان جومات کې دجمعې دورځې پيښه سربيره پردې چې يوجنايت دى بلکې د انسانيت اواسلاميت په وړاندې دعقدو پيداکول دي .
تور زړو تروريستانو په بشپړ  قساوت سره دامام زمان په جومات کې په بې دفاع لمونځ کوونکو بريد وکړ او په داسې جنايت يې لاس  پورې کړ  چې دبشريت  تاريخ  دغه شان جنايتونه ډير کم  په حافظه کې  لري او که چيرې  دغه شان جنايت  بيا هم ترسره  شوي  وي يا دبربريت په وخت کې و اويا هم خوارج دهغو عامل وو .
دامام زمان په جومات کې زموږ خلک دبې ګناه خلکو دوژنې شاهدان  وو .
داپه داسې حال کې ده چې دغه شان  جنايت نږدې  هره ورځ  د هېواد په   يوه  څنډه کې رامنځته کيږي .
دوى په بيلابيلو پيښو کې دخپلې کورنۍ  ډير ګران غړي ، خپلوان ، هېوادوال اويا خپل يو دوست له لاسه ورکوي خو هغه څه چې دمالګې په ټوګه  دخلکو په  ټپونو  شيندل کيږي ، دادى چې ټول ددغه شان جنايتونو په غندلو کې غږ پورته کوي ټول په يوه ټاکلې  کچه ددغه شان پيښو په غندلو  لاس پورې کوي په داسې حال کې چې خلک له امنيتي اوکشفي بنسټونو  څخه دغندنې هيله نه لري  بلکې غواړي له عاملانو سره دى داسې چلند وشي چې مستحق يې دي .
که چيرې  دکابل ښار دامام زمان جومات  پيښې ته ځير شو او يا هم په  تيرو وختو نوکې  په ورته پيښو يو ځغلنده  نظر وکړو ټولې يې په غندلو او محکومولو خلاصه شوې دي .
  په داسې حال کې چې د عاملانو دپيژندنې اويا دتروريستانو دبهرنيو ملاتړو دمحکوميت  او هغوى ته دخبر دارى ورکولو په باب کې  خبرې شوي دي او کمه  پاملرنه  شوې ده .
نن هغه په لسګونو تنه تروريستان چې دځانمرګو بريدونو ، ځنځيري  وژنو ، دډله ئيزو وسله والو بريدونو او دلسګونو نورو تروريستي فعاليتونو په اړوند نيول شوي او دسختو مجازاتو داجرا کولو په باب يې  دمحکمو حکمونه ترلاسه کړي دي ، په جيلونو کې دبند شپې تيروي  آن له جيلونو څخه بيا هم په ورانکارو پروګرامونو او توطيو لاس پورې کوي او ځاى ديوه ميلمه  په حالت کې  ويني .
  په دغه شان يو حالت کې خلک پوښتنه کوي چې په پاى کې دخلکو  دوينې ځواب ورکوونکي  څوک دي ؟
  په ناحقه دماشومانو ، ښځو او بوډاګانو دتويې شوې وينې په باب  له چا څخه پوښتنه وشي ؟  اوايا دامنيتي او استخباراتي  بنسټونو دمسوولانو دنده او يا دديپلوماسي ددستګاه دچارواکو چې ولې دملګروملتو دسازمان بهرني بنسټونو ، دبشر دحقوقو  سازمانونه اويا نور هېوادونه په غندلو او محکوميت کې خپل غږ نه پورته کوي نو دخلکو په دفاع او ددغه شان جنايتونو دعاملانو  په مجازاتو کې څوک مسووليت لري . 
داعش او طالب  په دغه شان تروريستي بريدونوکې دمسووليت ادعاکوي .
په داسې حال کې چې دداعشيانو او طالبانو دزيږيدو ځاى ، پټنځاى  دتمويل سرچينې او سمبالښت ځاى معلوم دى ،ولې دافغانستان متحدين او نړيواله ټولنه کوم کار نه کوي  او ولې دملګروملتو سازمان دبشر دحقوقو سازمانونه او نور نړيوال بنسټونه يوازې په غندلواو په ګوټ څنډنو بسوالي کوي ؟
ايا دا زموږ دخلکو اوزموږ  دشهيدانو دوينې په حق  کې جنايت نه دي ؟
موږ دنظام له مسوولانو او په نړۍ کې زموږ له متحدينو څخه خوځښت  او عمل غواړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته