امنیت

يو پوځي هليکوپتر په غور کې بيړنۍ ناسته وکړه .

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٤
يو پوځي هليکوپتر په غور ولايت کې له پوځي عملياتو وروسته په فيروز کوه ښارکې په بيړنۍ توګه کيناست.
دغور ولايت امنيه قوماندان جنرال مصطفى محسنى باختر اژانس ته خبر ورکړ : دغه پوځي هليکوپتر له پوځي عملياتو وروسته دغور ولايت په مرکز فيروز کوه ښارکې په بيړنۍ توګه کيناست .
خبرځاى زياته کړه : دغه پوځي هليکوپتر دتخنيکي ستونزو له امله بيړنۍ ناسته وکړه .
ده زياته کړه په دې پيښه کې چاته زيان نه دى اوښتى .
خبرځاى وويل : تراوسه پورې څرګنده نه ده چې دغه هليکوپتر په بهرنيو ځواکونو پورې اړه لري او که په افغان ځواکونو پورې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته