سیاست

المان له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي .

برلين  باختر دکب يوويشتمه :
  دالمان دپرمختيايي مرستو وزارت له افغانستان سره د ٢٥٠ مليونو يورو پرمختيايي مرستو ژمنه وکړه له دغو مرستو څخه دقانوني مهاجرت او هېواد ته دستنيدو په  برخه کې ديو سلامشورې مرکزهم جوړيږي .
دغه وزارت دجمعې په ورځ  په برلين کې وويل: له دغو  مرستو څخه د فساد پرخلاف دمبارزې او دښځو دحقوقو دبرابري داصلاحاتو برخو ته  ځانګړي شوي دي .
  په دې ترتيب له افغانستان سره دالمان مرستې ثابته پاتې کيږي چې زياتې مرستې  دبهرنيو چارو وزارت له لارې کيږي المان په ټوليزه توګه په روان کال کې له افغانستان سره ٤٣٠ مليونو يورو مرسته کوي .  دالمان دپرمختيايي مرستو وزير ګيرد مولر دحکومت دخبرو په  پاى کې ويلي دي چې ښوونه او روزنه ، دکار زده کړې او موندنې هم په افغانستان کې مهمې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته