امنیت

په ننګرهار کې د سهوي وژنې په تور د دريو کلونو دبند د سزا حکم.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٢
په ننګرهار ولايت کې يوې محکمې يو سړى دسهوي  وژنې په تور په دريو کلونو
بند محکوم کړ.
په اسلام الدين تور لګول شوى چې څلور مياشتې پخوايې  په کامې ولسوالۍ کې دموټر د چپه کيدو له امله دقاسم په نامه يې يو تن وژلى دى .
دکامې ولسوالۍ دابتداييه محکمې  رييس قضاوتمند جان آقا باختر آژانس ته وويل :  چې هغوى داسنادو او شواهدو اسلام الدين د مدافع وکيلانو د دفاعى له اوريدو  وروسته هغه دسهوي قتل په  تور په دې کاله بند محکوم کړ.
په داسې حال کې چې تورن په محکمې کې دموټر چپه کيدل تائيد کړ او ويې ويل چې  دغه سړى په سهوي توګه   وژل شوى دى ، خو يې ويل چې  د پيښې دمخنيوي په  خاطر يې ډيرې هلې ځلي کړي دي . .
ده ددغې محکمې پريکړه ونه منله او په دې حکم يې د نوى نظر غوښتنه وکړه له بلې خواد کامې ولسوالۍ دابتداييه محکې رييس قضاوتمند جان آقا هم وايي چې دمحکمې پريکړه  وروستۍ پريکړ ه  نه ده  او تورن کولاى شي په  دې پريکړې دنوي نظر غوښتنه وکړى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته