ورزش

د افغانستان او ایرلند ترمنځ د کرکټ درېیمه لوبه سبا ترسره کېږي

نړيوالې خبري منابع  باختردوږي دمياشتې ٨ نيټه :
د افغانستان او ایرلند ترمنځ د کرکټ درېیمه یوه ورځنۍ لوبه سبا په بلفاست کې ترسره کېږي.
د دواړو لورو ترمنځ روانه اوونۍ د ۵۰ آورونو دوه لوبې وشوې چې یوه‌ یې افغان لوبغاړو او بله ‌یې پرون ایرلند د درې وېکټو په توپیر وګټله.
د سبا لوبه مهه ده، ځکه چې د دې لړۍ وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه ده او هر لوري که وګټله د دغو یو ورځنیو لوبو جام به خپل کړي.
افغان لوبډلې د ایرلند د دې سفر په ترڅ کې تر دې مخکې د ۲۰ آورونو له درېیو لوبو، دوه ګټلې وې او یوه د باران له امله نه ‌وه شوې.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته