فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينه: په هېوادکې د رسنيو خبريالې ښځې او کارکوونکې له ډول ډول چلنجونو سره مخامخې دي

کابل باختر دکب  شپاړلسمه :
( په رسنيوکې ښځې، چلنجونه او فرصتونه ) په نامه د رسنيو ملي کنفرانس پرون په کابل کې جوړ شو.
د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې:
په دې کنفرانس کې چې د افغان ښځينه خبريالانو غږ د بنسټ له خوا او د انټرنيوز په مرسته د دوو ورځو لپاره جوړ شوى و، د هېواد له مرکز او ولايتونو څخه ښځينه خبريالانوپه هېوادکې د خبريالۍ په برخه کې د چلنجونو او د ښو کاري فرصتونو  د برابرولو په باب خبرې وکړې.
د کنفرانس د کار د پرانستلو په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي خبرې وکړې او څرګنده يې کړه  چې په هېوادکې د رسنيو خبريالې ښځې او کارکوونکې له ډول ډول چلنجونوسره مخامخې دي.
دې زياته کړه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه او هاندکوي چې دغه چلنجونه او ستونزې لرې او په رسنيوکې ښځو ته ښه کاري زمينه برابره کړي .
مصطفوي وويل: له بده مرغه ښځې ډيرکم د رسنيو مديريت کوي او بايد ښځو ته  د دې حق ورکړى شي چې خپل استعدادونو د رسنيو په مديريت کې هم  ثابت کړي. بايد  په رسنيوکې د هغوى رول سمبوليک او نمايشي نه وي، له بده مرغه په ځينو پروګرامونوکې له ښځو څخه يواځې د پروګرام د ښکلا لپاره استفاده کيږي .
مصطفوي زياته کړه: په رسنيوکې ښځې سربېره پر دې چې د مديريت په ډيرو ټيټو کچوکې دي؛ له فرهنګي ستونزو سره هم مخامخې دي او لا تراوسه پورې په رسنيو کې د ښځو شتون زموږ د ټولنې له خوا د منلو وړ نه دى او پراخ بنسټه شوې نه دي.
  دې زياته کړه: لکه څنګه چې په يوه ټولنه کې ښځينه ښوونکې، استادې، ډاکترې او پوليسې ته اړتيا لرو؛ ښځينه خبريالانو ته هم ضرورت لرو چې د ښځو په برخه کې د بېلابېلو موضوعګانو په خپرولو لاس پورې کړي او د يوې مسلمانې ښځې د وقار او متانت په ساتنې سره په ټولنه کې څرګنده شي .
د دغه کنفرانس په بهيرکې د هېواد د لومړۍ ميرمنې بي بي ګل غني ويډيويي پيغام خپور شوچې په هغه کې د هېواد لومړۍ ميرمنې په رسنيوکې د ښځو د کار په ملاتړ او د بيان د آزادۍ په ساتنې ټينګار کړې و او د هېواد د لومړۍ ميرمنې د پيغام په بله برخه کې وويل شول چې هلې ځلې کيږي په رسنيوکې ښځو ته زياته کاري زمينه برابره شي او دولت هم په دې کارکې ژمن دى .
په دې کنفرانس کې دغه راز د استازو په مجلس کې د خلکو استازې فوزيې کوفي  هم خبرې وکړې او په رسنيوکې د ښځو پراخ شتون يې مهم وباله او د رسنيو له لارې  په هېوادکې د ناخوالو په بربنډولوکې د ښځو رول ارزښتناک وباله .
په دې غونډه کې دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو او عامه اړيکو رييسې نجيبې مرام، د کليد ګروپ رييسې نجيبې ايوبي، طيبې نوري، ياسمين  حسيني، معصومې حيدري، ناهيدې ابراهيم زي، د خبريالانو د مصوونيت رييس  ډاکتر نجيب شريفي، منيرې يوسف زاده، شکيلا ابراهيم خيل او مينې حبيب په وار سره د هېواد په مرکز او ولايتونوکې د ښځينه خبريالانو د کار د لارې پرسر د پرتو خنډونو او ستونزو او دغه راز  فرصتونو په باب خبرې وکړې .
د کنفرانس د پروني کار په پاى کې د هېواد لومړۍ ميرمنې په کنفرانس کې برخه والې ښځينه خبريالانې د جمهوري رياست ارګ ته وبللې چې د دوى نظريې،  غوښتنې او وړانديزونه واوري.
د کنفرانس نننى کار د اجراييه رييس ډاکترعبدالله عبدالله او د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د خپرونو د چارو د معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي له خوا د هېواد د مرکز او ولايتونو په ښځينه خبريالانو د ستاينليکونو په ويشلو سره پاى ته ورسيد.
په دې کنفرانس کې د هېواد د مرکز او ولايتونو د رسنيوکابو سلو تنوخبريالانو ګډون کړى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته