خبرونهروغتیا

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته جانسن واکسین ورکړل شول

کابل / د چنګاښ ۲۲ مه / باختر

ننګرهار ته نوي امريکايې جانسن کرونا واکسين ورکړل شول،  چې په نږدې ورځو کې به یې د تطبیق چارې پیل کړي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نصیر احمد دراني د معلوماتو له مخې؛ د یادو واکیسنو د تطبیق چارې به راروانه اوونۍ پیل کړي.

درانی وایي چې  ننګرهار ته ۲۳ زره ۶۳۵ دوزه واکسین ورکول شوي؛ خو په خبره یې چې تر ۲۰۰ زرو دوزه ډېر واکسین به ننګرهار ته ورکړل شي.

وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته