امنیت

په غزنى کې د خپل ماين د چاودنې له امله د دريو تنو وله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر د مرغومي شپږمه :
په غزني ولايت کې د ماين د چاودنې په دوو جلا جلاپيښوکې درې تنه ماين ښخوونکي طالبان د خپلوماينونو د چاودنې قرباني شول.
دغو يرغلګرو طالبانو غوښتل چې د اندړو او د ګيرو د ولسواليو ترمنځ  سړک کې ماينونه ښخ کړي؛ خو دخپلو ماينونو قرباني شول .
په لومړۍ پيښه کې دوو تنو ماين ښخوونکو تيره شپه غوښتل چې د ګيرو ولسوالۍ په سړک کې ماينونه ښخ کړي چې يو ماين وچاوديد .
دغزني ولايت يوه امنيتي مسوول باخترآژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې يو ماين ښخوونکى طالب ووژل شو اوبل تن يې ټپي شو.
دويمه پيښه نن سهار د اندړو ولسوالۍ په شانوري سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دوه تنه وسله وال طالبان د دغې ولسوالۍ او د غزني ښار ترمنځ سړک کې په ماين ښخولوبوخت وو .
دغزني ولايت د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسي وال وايي چې په دې چاودنه کې دواړه ماين ښخوونکي طالبان وژل شوي دي.
  ويل کيږي په دغو پيښوکې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته