کابل باختر دغبرګولي ٢١ :
شپږ تنه وسله وال طالبان تيره شپه په فراه ولايت کې د افغان پوځيانو او د آيساف دځواکونو دګډو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
د فراه د والي ويندوى عبدالرحمن ژوندي باخترآژانس ته وويل: دافغان او ناټو ځواکونو دګډو عملياتو په بهيرکې چې د بالا بلوک ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ شپږتنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوبل طالب ونيول شو.
خبرځاى زياته کړه: دطالبانو مړي د جګړې په ساحه کې پاتې دي .
ده زياته کړه: په دې نښته کې د دښمن يو موټرسايکل او يو سراچه موټرهم سوځيدلي دي.
ژوندي وويل: ددغو عملياتو په بهيرکې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ