سیاست

تبصره

کابل  باختر د وږي شلمه :
جمهور رييس  محمد اشرف غني وايي له تروريستي شبکو او ډلو سره هر راز ملاتړ دښه ګاونډيتوب دارزښتونو او دنړيوالو معيارونو  پرخلاف دي او ددغه شان يوه ګاونډي فعاليت دزغم وړ نه دى
دباختراژانس مفسر ليکي :افغانستان نن له ګڼو ستونزو سره مخامخ دى چې له بهرني  تيري او لاسوهنې په تيره بيا دپاکستان دڅرګندو او بې پردې لاسوهنو چې دافغانستان او سيمې په وړاندې لوړتيا غوښتوونکي مخې  لري زيږنده دي
پاکستان په يوه دغه شان نامقدسه جګړه کې طالبان خپلې مليشې  ګرځولي دي او له هغو څخه دافغانستان پرخلاف نيابتي  جګړه کې دوسيلې په توګه کار اخلي
دغه هېواد په خپلو نړيوالو او سيمه ييزو اړيکو کې په هيڅ نورم ، معيار او ضابطې  پابند نه دى او دخپلو موخو لپاره له هرې وسيلې څخه استفاده کوي
دجمهور رييس  غني وروستۍ خبرې چې وايي له تروريستي شبکو او ډلوسره ملاتړ دښه ګاونډيتوب دارزښتونو  او دنړيوالو معيارونو پرخلاف دي او دغه شان فعاليتونه دزغم وړ نه دي ، دپاکستان  په پته دقيقې خبرې دي ،ځکه پاکستان له افغانستان سره هرې مسئلې او هرې ستونزې ته سياسي بڼه ورکوي آن له موږ سره سوداګرۍ او اقتصاد ته يې سياسي  بڼه ورکړې ده اوزموږ له خلکو او هېواد څخه دامتياز دترلاسه کولو په لټه کې دى
لکه څنګه چې جمهور رييس غني دافغانستان او پاکستان لپاره دبريټانيا له ځانګړي استازي سره په کتنه کې په ډاګه کړې ده  سره له دې چې پاکستان تل دخبرو او کتنو په وخت کې موږ ته ډاډ راکړى اوژمنه يې کړې ده .خو ددغه هېواد په ژمنو باور ناشونى کار دى ځکه موږ دخبرو اوژمنې پرځاى جدي او عملي اقدامات غواړو . 
جمهور رييس غني دغه راز په ډاګه کړې ده چې پاکستان په افغان مهاجرينو دفشارونو دزياتوالي له لارې هلې ځلې کوي چې په موږ هم فشارونه زيات کړي .
که چيرې ددواړو لورو ترمنځ داړيکو لرغونتيا ته ځير شو  پاکستان هم دمهاجرينو په مسئله کې او هم دترانزيت ، سوداګرۍ او اقتصاد په  برخه کې  هلې ځلې کړې دي چې افغانستان تر فشار لاندې ونيسي هغه کړه وړه  چې نه شي کيداى  دنړۍ دهېوادونو ترمنځ په شتو سياسي اړيکو کې دمنلو وړ وي .
نو دا دافغانستان ددولت حق دى چې په ورته اقداماتو لاس پورې کړي او داچې جمهور رييس غني وايي ، پاکستان  له واګه بندر څخه دافغان سوداګرو دتجارتي مالونو ليږدونې ته اجازه نه ده ورکړې افغانستان به هم مرکزي اسيا او نورو هېوادونو ته دافغانستان له ترانزيتي لارو دپاکستان دتجارتي مالونو دليږدونې اجازه ورنه کړي )
  کيداى شي  دغچ اخيستوونکو اقداماتو يوه برخه  وي پاکستان په وار وار ددښمنانه دريځ په غوره کولو سره دافغان بڼوالو دميوو او دنورو محصولاتو په ليږدونه کې د ځنډ او خنډ سبب شوى دى  او له دې لارې يې دوى ته  زيات اقتصادي تاوانونه اړولي دي نوافغانان حق لري چې دخپل هېواد له ترانزيتي تګلوري څخه دپاکستان داستفادې خنډ شي .
هيله ده چې زموږ ددولتي  چارواکو دغه حرکت  يو رغنده اوکلک حرکت  وي  او دپاکستان  دتنبيه کولو لپاره يوعامل وګرځي او افغانان دسختو خوراکي توکو او دنورو تجارتي مالونو په ګډون په نورو برخو کې له پاکستان سره له اړوندتيا څخه خلاصون ومومي او داکار امکان منوونکى دى خو يوڅه خوځښت پروګرام او دقت ته اړتيا لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته