امنیت

دالقاعده دوه تنه جګپوړي قوماندانان په افغانستان کې ووژل شول

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ٦ :
د القــــاعده دشبکې دوه تنه جګپوړي  قوماندانان په  کونړ ولايت  کې دامريکايي  ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شول.
په  فاروق قحطاني او بلال عتيبي دسه شنبې په شپه په کونـــړ ولايت کې دالقاعده  په يوې  اډې بريد شوى دى .
دامريکا ددفاع دوزارت وياند له خبريالانو سره په خبرو کې دافغانستان په ختيځ کې دامريکايي ځواکونوپه هوايي بريد کې دالقاعده ددغو دوو تنو  جګپوړو قوماندانانو وژل کيدل تائيد کړي دي.
ده فاروق قحطاني دافغانستان په شمال ختيځ کې دالقاعده دشبکې  دقوماندان په توګه ياد کړى دى.
د پنتاګونو وياندپيترکوک وايي د القاعده دغه دوه تنه قوماندانان  په افغانستان کې  دالقاعده لپاره  دامنو اډو  او دسرتيرو دجذبولو ماموريت درلود  .
دامريکا ددفاع وزارت دالقاعده ددغو دوو قوماندانانو وژل کيدل په دغې     ډار اچوونکي شبکې ستر ګوزار بولي .                                                                        
  له بله پلوه  دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يو قوماندان دباخترآژانس  خبريال ته وويل ؛ دالقاعده په دغو  دوو قوماندانانو د کونړ ولايت دغازي آباد
په ولسوالۍ کې ددوى په اډې دبې پيلوټه امريکايي الوتکو له خوا بريد شوى دى .
ده وويل دالقاعده دغه قوماندانان  په پاکستان کې د يوشمير کړيو په ملاتړ په  افغانستان کې ددغې ډار اچوونکې شبکې دپياوړتيا په لټه کې و.
دالقاعده شبکه دافغانستان د جهاد په دوران کې   په تيره بيا دهېواد په  ختيځ کې   سترې اډې درلودې. دغه اډې  دطالبانو  دواکمنۍ په وخت کې  لازياتې شوې  او ددغې ډاراچوونکي شبکې فعاليتونه هم پراخ شول چې په افغانستان کې دنوي  حکومت په رامنځته کيدو  او دافغان پوځيانو اوپه تيره بيا  دهېواد په  ختيځ کې  دالقاعده په سنګرونو دناتو د جنګي الوتکو بريدونو  تر زياتې اندازې پورې  په افغانستان کې ددغې ډار اچوونکې شبکې شتون لږ کړ.
په همدې حال کې   په دې وروستيو وختو کې  دامريکا پوځي مقاماتو خبردارى ورکړى و  چې القاعده هلې ځلې کوي  چې په افغانستان کې خپلې اډې بيا  فعالې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته