-کابل باختر دمرغومي درې ويشتمه :
دافغانستان په لويديځ نيمروز ولايت کې دوسله والو طالبانو دډلې دبمونو او ماينونو دجوړولو يو ستر مرکز کشف او له منځه يوړل شو .
دغه مرکز دخاشرود ولسوالۍ بازار ته څيرمه دطالبانو په يوه پټنځي کې موقعيت درلود .
دنيمروز ولايت يوه امنيتي مقام باختراژانس ته وويل زياتره ماينونه اوبمونه چې دافغانستان په لويديځ کې د ډار اچوونکو له خوا کارول کيده په همدغه مرکز کې توليديدل .
ده وويل چې دملي اردو او پوليسو ځواکونو دغه مرکز له لسګونو بمونو چاوديدونکو او کيمياوي توکو سره له منځه وړې ده .
ويل کيږي دطالبانو دبمونو او ماينونو په دغه مرکز دپوځيانو د بريد په وخت کې يرغلګر تښتيدلې و .
1 د یوې دقیقې څخه لږ