امنیت

په بدخشان کې په نويو هوايي بريدونو کې طالبانو ته دسر دروند زيان

دفيض آبادښار  باختردزمري دمياشتې ٦ مه :
اوولس تنه وسله وال طالبان د بدخشان ولايت  په تګاب کې  په   نويو هوايي بريدونو کې ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار ددوى په سنګرونو دپوځيانو له خوا دپوځي عملياتو په بهيرکې  بريدونه وشول.
  دافغانستان په شمال کې دملي اردو يوه قوماندان  دباخترآژانس خبريال ته وويل    چې په دې  هوايي بريدونو کې اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل  شول  او شپږ تنه نور ټپيان شول.
ده وويل  دغه وسله وال طالبان کله چې په خپلو پټنځايونو کې ديولړ ډاراچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو ، پرې هوايي بريدونه وشول.
ويل کيږي په دې هوايي بريدونو کې دطالبانو  مرکز له ټولو پوځي تجهيزاتو او افرادو سره يې له منځه تللى دى.
دطالبانو په وړاندې پوځي عمليات له څه ناڅه دريو ورځو راپه دې خوا پيل شوي  او تراوسه پورې دوام لري.
پوځي مقامات وايي  چې په دغو عملياتو کې طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى. او څوکلي هم د دغو ډاراچونکوله شتون څخه پاک شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته