امنیت

يوتن د موتر د غلا په تور ونيول شو

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
دکندز ولايت پوليسو يوتن د موټر د غلا په تور ونيوه .
د کندز ولايت امنيه قوماندان د باخترآژانس خبريال ته وويل چې نيول شوي سړي دوه اوونۍ مخکې د بغلان له ولايت څخه يو مازدا ډوله بار وړونکي موټر غلاکړى و او د کندز ولايت ته يې ليږدولى و چې پرون دکندز د پوليسوله خوا ونيول شو .
د کندز ولايت د امنيه قوماندان محمدقسيم جنګل باغ د څرګندونوله مخې  ددغه موټر خاوند د خپل موټر د غلا کيدو په باب د دغه ولايت د پوليسو لومړۍ امنيتي حوزې ته خبر ورکړى و چې د موټر د غله په نيولو بريالي شول .
ويل کيږي چې موټر بېرته خاوند ته يې وسپارل شو چې د دغه ولايت له پوليسو څخه د قدردانۍ په څرګندولو سره يې خپل موټر ترلاسه کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته