سیاست

حامدکرزي : له ٢٠١٤ کال وروسته په هيواد کې دناټو شتون ددوه اړخيزو اړيکو اوموافقې پربنسټ تنظيميږي

کابل- باختر دکب څوارلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي نن له غرمې وروسته  دناټو دسازمان  له سرمنشي اندرس فوګ راسموسن  سره په کتنه کې  دامنيتي مسووليتونو  دليږدونې دبهير، دافغانستان دامنيتي ځواکونو دروزنې او سمبالولو ، له ٢٠١٤ کال وروسته  دناټو دماموريت  دڅرنګوالې ، له تروريزم سره دمبارزي او دسيمه ئيزو مسئلو په اړوند خبرې وکړي .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  له دغې کتنې وروسته دهيواد جمهور رييس او دناټو دسازمان سرمنشي  په يو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې  برخه واخيسته .
  حامدکرزي  دناټو سرمنشي ته  دښه راغلاست دويلو په ترڅ کې  خبريالانو ته وويل  افغانستان په څو تيرو کلونوکې  دناټو دمرستو له امله  مننه کوي او افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دبهير نه يوازې  ملاتړ کوي  بلکې غواړي  چې دغه بهير  په ټاکلي وخت کې  يې  ترسره شي .
   حامدکرزي دناټو او دهغو نورو هيوادونو دشتون په اړوند  چې له  ٢٠١٤ کال وروسته  له افغانستان سره   دهمکاري غوښتونکې وي وويل چې دغه موضوع دي  بايد ددوه اړخيزو اړيکو له مخې تنظيم شي . او دافغانستان دخلکو نظر او ګټې پکې په پام کې ونيول شي .
وروسته  دناټو دسازمان سرمنشي  اندرس فوک راسموسن  دخبرو په ترڅ کې وويل  افغان امنيتي ځواکونه  د تيرو دوو کلونو په پرتله لاپسي ځواکمن ، اغيزمن او پياوړې شوې وې  ، ښې  زده کړي کړي دي اوزياته تجربه يې  ترلاسه کړې ده .
  ده وويل  افغان امنيتي ځواکونو زياتي قرباني زغملي دي موږ دهغوى دمسلکې  ځواکمني  ميړانې او ژمنې قدرداني کوو . او په راتلونکو  څو مياشتو کې  به  دغه ځواکونه  په هر ولايت  ، کلي او ولسوالۍ کې دخپل هيواد  ټول مسووليت په غاړه واخلي .
  دناټو دسازمان سرمنشي  څرګنده کړه دايو ستر  مسووليت دى  خو افغان امنيتي ځواکونه ثابته کړې ده چې کولي شو ددغو ستونزو په وړاندې  ودريږي او په دې لاره کې  به زموږ ملاتړ له ځان سره ولري .
  ده زياته کړه  غواړم  په غوڅه توګه  ووايم  چې  دليږدونې دبهير دپاى ته رسولو او له هغه وروسته  زموږ  ژمنه  پرځاى ده . او موږ به  ستاسو تر څنګ  واوسو .
  جمهور رييس دافغانستان اوپاکستان  دعالمانو  دګډې غونډي دجوړولو په خاطر  دلندن په غونډه کې دافغانستان اوپاکستان دمشرانودموافقې او دپاکستان دعالمانو شورا درييس  دوروستيو  څرګندونو په اړوند ديوې پوښتنې  په ځواب کې  وويل : په دې اړوند دپاکستان  له جمهور رييس  سره  موافقې ته ورسيږو چې دغه غونډه  دې  دمارچ دمياشتې  تر نيمايي پوري  په کابل کې جوړه شي .
  جمهور رييس وويل ددواړوهيوادونو هيئتونو ددغه کنفرانس  دجوړولو دترتيباتو په اړوند ليدني کتنې  کړي دي  او دپاکستان  عالمانو  دافغانستان  له عالمانو سره  وغوښتل  چې طالبانو ته هم  په دې غونډه کې دګډون لپاره  بلنه ورکړي شي . او دپاکستاني لورې  دغه غوښتنه دافغانستان عالمانو او دسولې عالي شورا ومنله .
  حامدکرزي زياته کړه له بده  مرغه نه يوازي دغه کنفرانس جوړ نه شو بلکې دپاکستان  دعالمانوشورا رييس  چې په دې کنفرانس کې يې  ددغه هيواد دهيئت  مشرتوب  په غاړه  درلود  دکنفرانس  دترتيباتو دنيولو پرځاى ، اعلام وکړ  چې ځانمرګي بريد په افغانستان کې جايز دي .  نو ليدل کېږي چې له تروريزم سره دمبارزي په لاره کې  عملي ګام  نه اخستل کېږي .
  جمهور رييس زياته کړه  له بده مرغه دپاکستان ملت  هم دتروريزم په اور کې سوځي . اوپه هزاره خلکو تروريستي بريدونه په خيبر پښتونخوا او دپاکستان په نورو قبايلي سيمو کې وژنه نه يوازي  دافغانستان دملت  دخواشيني  سبب دي  بلکې  په  ډاګه  تر سترګو کېږي  چې  حالت دټولو له  کنټرول څخه وځي او دغه حالت نه دپاکستان په خير ، نه دافغانستان په خير اونه دسيمي په خير دي . حامدکرزي  ټينګار وکړ  چې افغانستان  دتروريزم  پرخلاف  دريښتينې مبارزي غوښتونکې دي .  دپاکستان دخلکو خير غواړي او موږ هيله لرو چې دپاکستان حکومت په دې پوه شي چې ددواړو هيوادونو خلک په يوه بل شوي اور کې ستي کېږي او ددغه اور په وژلو کې دپاکستان ددولت رول  مهم او اساسي دي .
  جمهور رييس په دې ترڅ کې چې دپاکستان دعالمانو شورا درييس  دوروستيو څرګندونو له امله په ژوره توګه  خپګان څرګند کړ وي ويل  چې دتروريزم پرخلاف  مبارزه  دټولو اديانو او په تيره بيا  دافغانستان او پاکستان دمسلمانانو اوخلکو په خير ده .  هغه کسان چې  تروريزم هڅوى اوملاتړ يې کوي  دښځو  ، ماشومانو او خلکو په وژنې لاس پوري کوي  نه يوازي  دتروريزم په تور لست کې  بلکې داخلاقياتو په تور لست کې هم  شامل شي .
  په دې کنفرانس کې  دناټو دسازمان  سرمنشي  ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل   زه په کلکه  دغه څرګندونې  چې ځانمرګي بريدونه  روا بولي غندم تروريستي بريدونه  هيڅکله  دتوجيه وړ  نه دى .  موږ په وار وار  دپاکستان له حکومت څخه غوښتي دي  چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سيموکې  دي  دتروريزم او افراطيت پرخلاف خپلې  مبارزي ته زور ورکړي .
  ده وويل ددې وخت رارسيدلي دي  چې دپاکستان سياسي او پوځي رهبري ومني چې په افغانستان کې دسولې او ثبات تامينول يې په ګټه دي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دهيواد دامنيتي ځواکونو دسمبالولو او تمويل په اړوند ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل  په دې اړوند  دامريکا دمتحده ايالاتو  په ګډون  له هيوادونوسره خبري شوي دي او دوام لري .
افغانستان  دخپلو امنيتي ځواکونو دتمويلولو اوسمبالولو لپاره  ځيني مشخصي  غوښتنې لري  او په دې اړوند دنظر اختلاف  شته . هغه تجهيزات چې هغوى  موږ ته راکوي  هغه منو خو هغه څه چې موږ يې غواړو او دراتلونکې لپاره  ورته اړتيا لرو هم دهغوى  دمرستي له لاري اوهم دهغو امکاناتو له لاري  چې په خپله افغانستان  يې په واک کې لري  بايد ترلاسه کړو .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته