امنیت

دنشه يي توکو اووه قاچاق وړونکي ونيول شول .

کابل/دليندې ٥مه / باختر :
دکورنيو چارو وزارت  له نشه يي توکو سره دمبارزې پوليسو  اووه تنه  دنشه يي توکو دقاچاقو او پلورنې په اړوند  په څلوروولايتونوکې  ونيول .
  دکورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي دباختراژانس خبريال ته وويل دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې پوليسو دهغو عملياتو په بهير کې  چې دفارياب  ، بدخشان ، کاپيسا ، او هرات په ولايتونوکې ترسره کړل  اووه تنه دهيروئينو  ، چرسو او اپينو په ګډون  ديوسلو  نولسو کيلوګرامو نشه يي توکو دقاچاقو ، ساتنې  او پلورنې په اړوند ونيول شول .
ختم_ ف _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته