امنیت

دقندهار ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس دوسله والو کسانو دبريد له امله ټپي شو .

کابل باختر د وږي  نهمه :
  دقندهار ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس دناپيژاندو وسله والو کسانو دبريد له امله ټپي شو.
دغه بريد نن سهار دقندهار ښار ددويمې امنيتي حوزې په ساحه کې دکابل بانک نمايندګى ته څيرمه وشو .
دقندهار دوالي ويندوى صميم خپلواک ددغه خبر په تاييدولو سره دباختر اژانس خبريال ته وويل چې دقندهار ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس حضرت ولي هوټک کله چې دخپل کار دفتر ته روان و دسپرلۍ په موټر يې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا د دويمې امنيتي حوزې  په ساحه کې  ډزې وشوې او ټپي شو.
ديوه اړوند خبرځاى دڅرګندونوله مخې ،  وسله وال کسان له ساحې څخه په تيښتې بريالي شوي  اوهوټک دقندهار ښار دميرويس روغتون ته وليږدول شو او دروغتون  مسوولينو دهغه روغتيايي حالت مخ په  ښه والي  وباله .
صميم خپلواک  دډار اچوونکو ددغه عمل په غندلو سره  له امنيتي ځواکونو څخه وغوښتل  چې ددغې پيښې عاملين دى  ډير ژر وپيژني او ويې نيسي او دقانون منګولو ته دې وسپاري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته