اقتصاد

په کندز کې د زعفرانو ٢۵ ټنه پياز پر بزګرانو ووېشل شول

کابل / د چنګاښ ۱۱مه / باختر
د کندز د کرنې او اوبو لګولو رياست د دغه ولايت پر بزګرانو د زعفرانو ٢۵ ټنه پياز ووېشل.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ د کندز ولايت سرپرست نجيب الله عمرخېل وويل چې د کندز په مرکز او اړوندو ولسواليو کې د زعفرانو پر۵۰ کروندګرو له زراعتي بستو سره د زعفرانو ٢۵ ټنه پياز ووېشل شول.
هغه په کندز کې د زعفرانو کرکيلې ته د زمينې د برابرولو له امله په خوښۍ سره وويل چې کندز د کرنې په برخه کې د نورو ولايتونو په نسبت مخکښ دى او په دغه ولايت کې د زعفرانو د کرکيلې د پراختيا لپاره هلې ځلې ښې پایلې ورکړې دي.
عمرخېل ټينګار وکړ چې د کندز زعفران په ملي او نړيوالو بازارونو کې ځانګړی ځاى لري او د سيمه یيز حکومت مشرتابه هم په پرمختيايي، اقتصادي او زراعتي برخو کې به ښه زمينه برابره کړي.
په همدې حال کې د کرنې او اوبولګولو رييس عبدالهادي قرلق وويل چې د زعفرانو د پيازو په وېش سره د زعفرانو د کرکيلې ساحه به ٣٠ هکتارو ته ورسېږي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته