امنیت

دوه تنه طالبان د خپل ماين د چاودنې له امله ووژل شول

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٢
دوه تنه طالبان په پکتيکا کې د ماين ښخولو په وخت کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان کله يې چې غوښتل د وسايطو ضد يو ماين د پکتيکا ولايت د خوشامند ولسوالۍ په لوى لاره کې ښخ کړي؛ د ماين د چاودنې له امله ووژل شول .
دغه راز د هيواد په بېلابېلو ساحوکې دملي اردو د ځواکونو د امنيتي اندو د ترسره کولو په بهيرکې  د وسايطو ضد ٢٦ ماينونه کشف او شنډ شول
ديوبل خبر له مخې: دملي اردو يو عسکر د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهيرکې شهيد شو .
دملي دفاع وزارت ددغه عسکر شهادت تاييد کړخو د پيښې سيمه يې مشخصه نه کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته