خبرونهټولنه

په پنجشېر کې ۱۰ کلنه شخړه حل شوه

کابل، د لېندۍ ۳۰مه، باختر
د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ اړوند د خاواک په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ راپېښه شوې شخړه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت په منځګړیتوب، د ولایت مقام او نورو ولایتي اداراتو په همکاري حل شوه.
یاده شخړه چې لس کاله یې دوام کړی و، له امله یې دواړو کورنیو ته زیات مالي زیانونه اوښتي وو د دغه ولایت مقام په هدایت د ولایتي ادارو له پوره تحقیق او څېړنې وروسته په شخړه کې ښکېل لوري پخلاینې ته راوبلل او د یوې غونډې په ترڅ کې طرفین یو بل ته غاړه غړۍ شول.
دا په داسې حال کې ده چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د څه باندې دوه کالو په موده کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ۷۰۰ په شاوخوا کې شخړې حل کړي او د قومونو تر منځ د یووالي په ټينګولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته