ټولنه

په دولتي ادارو کې دپکتيکا دښځو په رول باندې تينګار وشو .

کابل باختر د تلې پنځمه :
ديوناما او ديو ، ان اچ سي ار استازو پرون په دغه ولايت کې دښځو دحالت  دښه والي په  خاطر دپکتيکا ولايت له مرستيال  سره غونډه وکړه .
دپکتيکا  ولايت مرستيال عطاالله فضلي دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل :په دې غونډه کې دښځو دکاري ظرفيت او دهغوى درول په لوړولو باندې تينګار  وشو او دغو استازو ژمنه وکړه چې دښځو داستعدادونو دودې اوددغه ولايت دپيښو درعايتولو په برخو کې  پروګرامونه ترلاس لاندې ونيسي .
په دې غونډه کې دغه راز په پکتيکا کې دميشتو وزيرستاني مهاجرينو او هم په دغه ولايت کې دکورنيو بې ځايه شويو کسانو دحالت په باب  خبرې وشوې اوله دغو کورنيو سره دمرستې لپاره ديوناما دهمکارى غوښتنه وشوه .
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته