امنیت

ددولت دوسله والو مخالفينو يو بريد ناکام شو .

کابل باختر  دثور  ديرشمه :
دننګرهار ولايت په خوږياڼيو ولسوالۍ پرون ددولت دوسله والو مخالفينو يو بريد ناکام شو .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: ددولت وسله والو مخالفينو پرون دننګرهار ولايت دخوږياڼيو ولسوالۍ د وزيرو دسيمې په مربوطاتو کې دسيمه ئيزو پوليسو په پوستو بريدونه وکړل او له سيمه ئيزو پوليسو سره يې په جګړې لاس پورې کړ چې له ډيل پرته په ساحه کې دسيمه ئيزو پوليسو دملاتړ په خاطر  د ٢٠١سيلاب قول اردو دڅلورمې لوا دلومړي کنډک دجزوتامونو منسوبين ساحې ته ورسيدل چې ددغې قوماندانۍ دڅلورمې  پلې لوا دلومړي کنډک دجزوتامونو دمنسوبينو  دعملياتوپه بهير کې دولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول چې له دې جملې څخه د پنځو تنو وژل شويو وسله والو مخالفينو مړي دجګړې په ډګر کې پاتې دي او يوکلاشينکوف دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلى دى .
  ديوبل خبر له مخې:  د ٢٠١ سيلاب قول اردو دلومړي پلې  لوا ددويم کنډک منسوبينو دلغمان ولايت داليشنګ ولسوالۍ د نجيلو کمپ په مربوطاتو کې ددولت له وسله والو مخالفينو سره نښته وکړه چې ددغې لوا ددويم کنډک دمنسوبينو دډزو له امله دمنام په نامه چې دسيد شاه زوى دى  يو وسله وال مخالف ووژل شو اويو بل ټپي شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته