امنیت

دطالبانو مشهور قوماندان قادر لنګ ووژل شو .

کابل باختر  دچنګاښ دريمه

 دپروان ولايت په  شينواري ولسوالۍ  کې دوسله والوطالبانو د ډلې ددوو قوماندانو ترمنځ دنښتې له امله ددغې ډلې يو سيمه ئيز قوماندان ووژل شو .

  دپروان والي  ډګر جنرال  عبدالبصير  سالنګي باختراژانس ته وويل په دې نښته کې چې ددغې ولسوالۍ په   قول هيد ساحه کې  وشوه  په شينواري ولسوالۍ کې دطالبانو  مشهور قوماندان ملا قادر  چې په قادرلنګ  مشهور دى دطالبانو له خوا دشينواري  ولسوالۍ دتش په نامه ولسوال   ملا منير دافرادو له  خوا ووژل شو .  دپروان والي زياته کړه: ددغې نښتې له امله يوه ښځه هم وژل شوې ده چې ويل کيږي  ددغې پيښې  مهم  عامل وه.

 ويل کيږي پخوا هم په شينواري ولسوالۍ کې  دطالبانو يو پوځي  قوماندان ملا عزت الله هم ددغې ډلې دخپل  منځي اختلافونو له امله وژل شوې ده .

 دپروان والي زياته کړه، په شينواري ولسوالۍ کې دطالبانو د ډلې ترمنځ اختلافونه له زياتې مودې راپديخوا دوام لري او دغه اختلافونه  په دغې ولسوالۍ کې دطالبانو د ډلې دله منځه وړلو سبب شوى دى  او دهغوى ورانکار فعاليتونه کم  شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته